
کابل، د چنګاښ١٧مه، باختر؛
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د قطر له لوی درستیز الفريق الرکن سالم حمد عقیل النابت سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې ؛ د ملي دفاع وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په امنیتي او دفاعي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو او د هغې د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د ملي دفاع وزارت سرپرست د دوست هېواد قطر د همکاریو قدرداني وکړه او له دغه هېواد څخه یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د يو بل خبر له مخې؛ د ملي دفاع وزارت سرپرست د قطر د “الخدمته الوطنیه اکادمی ”
له قوماندان سعید حمد النعیمي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د علاقې وړ مسئلو په باب خبرې وکړې او د لا زياتو اړيکو او همکاريو په دوام يې ټينګار وکړ.
دغه راز د ملي دفاع وزارت سرپرست د دغه ښوونیز مرکز له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
\ ذ