کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
څو شېبې وړاندې د قندهار د دامان ولسوالۍ د تاسيساتو پر وړاندې چاودنه وشوه.
تراوسه روښانه نه ده چې ياده چاودنه د ځاى پرځاى شوي بم له امله وه او يا ځانمرګى بريد و؟
د قندهار يوه امنيتي مقام دغه چاودنه تائيد کړه، خو د هغه د جزئياتو په اړه يې څه ونه ويل.
يوشمېر خبرځايونو له رسنيو سره په اړيکه کې په دې چاودنه کې د درېيو تنو ټپي کېدل تائيد کړي دي.
د پېښې عيني شاهدان وايي چې له چاودنې وروسته یې د ډزو غږونه اورېدلي دي.
د پېښې جزئيات وروسته خپرېږي.
پاى \ ذ