خبرونهاقتصادټولنه

د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ۵۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر

د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې ۵۲ میلیونه عواید راټول کړي دي.

د دغه ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي غلام محمد کاظم شهامت د باختر آژانس خبريال ته وويل: چې د روان کال له پيل څخه د مرغومې مياشتې تر ٢٧ نيټې پورې په دې توانيدلي دي چې د طبيعي زيرمو، اجارې، عشر او زکات له لارې ۵٢ ميليونه افغانۍ راټولې کړي او د دولت خزانې ته یې جمع کړې دي.

مولوي شهامت زیاته کړه، چې د تېر کال په پرتله د دوى په عوايدو کې زياتوالى راغلى دى چې اصلي لامل یې سم  مدیریت او د خلکو همکاري ده.

له بلې خوا د غور اوسېدونکي د عوایدو راټولول د هېواد د ودې او پر ځان بسیاینې په برخه کې اغېزمن بولي او هرکلی یې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته