خبرونهاقتصادټولنه

د غور د افغان پوست مدیریت نږدې ۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر
د غور د افغان پوست مدیریت د روان کال په وروستیو لسو میاشتو کې نږدې ۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
په دغه ولایت کې د افغان پوست مدیر ګل احمد اتالیق د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د روان کال له وري مياشتې د لېندۍ تر وروستيو پورې يې ۴ ميليونه ۷۰۰زره افغانۍ راټولې کړي او د دولت حساب ته يې جمع کړي دي.
ده همداراز وویل چې په دې وروستیو کې د افغان پوست له لارې د تعلیمي او تحصیلي اسنادو د وېش سیستم رامنځته شوی او له دې وروسته به دغه اسناد د اړوندو وزارتونو له لارې دغه دفتر ته استول کېږي او د همدې دفتر له لارې به وېشل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته