خبرونهنړۍ

د غزې د ملاتړ دوام؛ عراقي، لبناني او یمني مجاهدینو د اسرایلو اهداف په نښه کړي

نړۍ، د وري ۲۱مه، بهرنۍ رسنۍ

تېرو ۲۴ ساعتونو کې لبناني، عراقي او یمني مجاهدینو په جلا جلا ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د صهیونست پوځونو اهداف په نښه کړي او په ځینو مواردو کې یې تلفات هم وراړولي دي. 

د لبنان حزب الله ډلې ویلي، چې د اشغال شوي فلسطین په شمال د رامیم سیمې په شاوخوا کې یې د اسرایلي پوځیانو را ټولېدنې په نښه کړې دي.

حزب الله ډلې ویلي، چې دغو بریدونو کې یې له توپ او پر مختللیو راکټونو څخه کار اخیستی.

د یو بل خبر له مخې د عراق اسلامي غورځنګ تازه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په اشغالي فلسطین کې یې د صهیونست اشغالګرو اډې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پر مټ په نښه کړې دي.

دغه راز په اشغالي سیمو کې په یوه جلا پېښه کې صهیونست پوځیان له یو کمین سره مخ شوي، چې دوه اشغالګر په کې ټپیان شوي دي.

همدارنګه د یمن حوثي وسلوالو هم په سره بحیره او عدن بندر سره نږدې د اسرایلو او د هغوی د ملاتړو پوځي کېښتۍ په نښه کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته