سیاستخبرونهTOP

د غزني والي: په اسلامي نظام کې هر څوک خپلو اساسي حقونو ته رسېږي

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
نن د غزني ښار په نوآباد ښارګوټي کې د اهل تشیع خلکو د یوې غونډي په ترڅ کې خپل ملاتړ له اسلامي امارت څخه اعلان کړ او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.
په یاده غونډه کې د غزني والي حافظ محمد امین عمري وویل چې د افغانستان اسلامي امارت په نظام کې د ټولو حقونه معلوم دي او هر څوک به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپلو اساسي حقونو ته ورسېږي.
عمري زیاته کړه چې د افغانستان دښمنان اوس هم کوښښ کوي تر څو د حکومت او ولس تر منځ په مختلفو بهانو واټن جوړ کړي، خو د هغه په وینا که ولس او حکومت سره یو موټی شي، هېڅ دښمن به خپلو ارمانونو ته ونه رسېږي.
په یاده غونډه کې د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه وویل چې د دغه ولایت ښاروالۍ به پرته له کوم قومي، مذهبي او سمتي چلند څخه، عامه خدمتونو ټولو ښاریانو یو شان ورسوي.
په دغه غونډه کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار بیا د هېواد په کچه لویو زیربنایي پروژو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې هغه مهال به اسلامي امارت دا شان لویې پروژې په هېواد کې پلې کړي، چې ولس د حکومت ترڅنګ اوږه په اوږه ودرېږي.
په جوړه شوې ولسي غونډه کې د نوآباد ښارګوټي دیني عالمانو، قومي مخورو او ولس د غزني سیمه ییزو چارواکو له ځانګړي پاملرنې دغه ښارګوټي ته قدردانی وکړه او زیاته یې کړه چې په تېرو شلونو کلونو کې د دوی مشروع غوښتنې نه وې منل شوې.
دوی وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د غزني سیمه ییزو چارواکو د ځانګړې پاملرنې په ترڅ کې سلګونه کورنیو ته په نوآباد ښارګوټي کې برېښنا رسېدلې او دغه ښارګوټی د غزني ښار په یوې نوې ناحیې بدله شې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته