خبرونهټولنهTOPروغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د عینو مېنې ٣٥٠ بستریز روغتون له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه

کابل، د لیندۍ لومړۍ نېټه، باختر

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د کندهار د عینو مېنې د ٣٥٠ بستریز روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ډاکټر قلندر عباد د دې لیدنې پرمهال، د یاد روغتون، روغتیايي کارکوونکو ته د ولس د ښه خدمت په لاره کې لازمې سپارښتنې کړې او ډاډ یې ورکړی چې د دغه روغتون د روغتیايي خدمتونو کیفیت، کمیت او د روغتیایي کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړونې برخو ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

هغه ژمنه کړې چې د عامې روغتیا وزارت پلان لري، په یاد روغتون کې ځینې اختصاصي روغتیايي برخې فعالې کړي؛ ترڅو د ولس اړتیاوو ته په کتو هغه روغتیايي خدمتونه چې اړین وي؛ ترلاسه کړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست،  همدا رنګه د عینو مېنې په روغتون کې د بستري ناروغانو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته