سیاستخبرونهTOPټولنه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه جوړه شوه

کابل، د لېندۍ لومړۍ، باختر
د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده (حفظه‌الله) په مشرۍ، د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا غونډه، په کندهار کې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پیل کې، عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) وزیرانو ته هر اړخیزه وینا وکړه او ويې ویل: «ستاسو مسئولیتونه خورا درانه او د ښه خدمت په صورت کې د دنیا او آخرت د کامیابۍ ذریعه دي.»
هغه زیاته کړه: «اوسنی اسلامي نظام د افغان مجاهد ولس د بې سارو قربانیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی چې په دې توګه د شریعت نفاذ او د ولس خدمت د مسئولینو لومړنۍ دنده بلل کېږي، په هر وزارت پورې د افغانستان د قریب څلویښت میلیونه ولس حقوق اړه لري، نو که خدای مکړه کوم مسئول غفلت کوي، د څلویښت میلیونه ولس حقوق ورسره ضایع کیږي. موږ تاسو باید د خپل ولس قدر او خدمت وکړو، د دې لپاره چې دې ولس له موږ سره ډيره وفا کړې ده، پام چې بې وفایي ور سره ونه کړئ، ټول ولس ته په یوه نظر ګورئ، ځکه چې تاسو اوس د یوې ولسوالۍ یا یوه ولایت مسئولین نه یاست؛ بلکې د ټول افغانستان مسئولیت په غاړه لرئ.»
عالیقدر امیرالمؤمنین وویل: هره دوره تیرېدونکې ده، موږ او تاسو باید کوښښ وکړو چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښه لوایح او غوره اخلاق پریږدو.
هغه زیاته کړه: کوښښ کوئ چې د زور پر ځای د تشویق، ترغیب او نیکو اخلاقو له لارې خلک دین او اسلامي اخلاقو ته را وبولئ، د زور له لارې خلک مقابله در سره کوي، خو په تشویق سره ملګرتیا او اخلاص در سره کوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین توصیه وکړه چې د تېرو بدنامو مسئولینو له انجام څخه عبرت واخلئ، د علمي او جهادي دورې عادات درڅخه هېر او پاتې نه شي، د سلفو صالحینو اخلاق په ځانو کې را ولئ، که مسئولیت در وسپارل شو خوشحاله کیږئ مه، او که درڅخه واخیستل شو؛ خفه کېږئ مه.
وروسته، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، ایران او پاکستان ته د خپلو وروستیو سفرونو راپورونه وړاندې کړل او د هېواد د صادراتو، وارداتو او ترانزيټ لپاره د بېلابېلو لارو په غوراوي خبرې وشوې؛ همدا راز په راروان ژمي کې د خوراک او سون موادو د برابرولو او پر وخت رسولو په تړاو لازم تصاميم ونیول شول.
دغه راز د افغانستان بانک د رئيس ملا هدایت الله بدري لخوا د افغانیو (کرنسۍ) د ارزښت ساتلو او ورسره تړلیو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول او په دې برخه کې د اسلامي امارت د رغنده پولي سیاست د لا تقویت او ور سره تړلو ټولو برخو کې د لا ښه شفافیت په تړاو لازم تصامیم ونیول شول.
همدارنګه، هېواد ته د را ستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت، خدماتو او ځای پر ځای کولو په اړه د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړ شوي کمېسیون د خپل کاري راپور د وړاندې کولو ترڅنګ؛ د اسلامي امارت له لوري د نیول شویو تدابیرو تفصیل وړاندې کړ، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) له لوري ټولو وزیرانو ته هدایت وشو چې د مهاجرینو خدمت ته لاهم د خپلو کارونو په سر کې ځای ورکړي.
د غونډې په دوام، له ګاونډیو او نورو هېوادو سره د اړېکو د لا پراختیا او د شته ستونزو د حل په اړه پر موجوده وضعیت او روان سیاسي فعالیت هم بحث وشو او د رغنده پالیسيو د تطبیق لپاره د بهرنیو چارو وزیر په سرپرستۍ د سیاسي کميسیون غړو ته د بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ او تګلارې د چمتو کولو په اړه دنده وسپارل شوه.
د غونډې په پای کې، د هېواد د نوي نسل د ښې روزنې او په تعلیمي چارو کې د ښو خدماتو وړاندې کولو په بېلابېلو (دیني او عصري) برخو کې د علمي ظرفیت لوړولو د استادانو او شاګردانو د مشکلاتو د حلولو په تړاو تر بحث او مشورو وروسته، لازم تصامیم ونیول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته