کابل/باختر/ د چنګاښ ۶ مه
د وسله والو طالبانو يوه څلورکسيزه ډله پرون په غورکې د سولې له بهير سره يوځاى شوه.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د قوماندان ملاعبدالقاسم په مشرۍ د فېروزکوه ښار په لويديځ کې د ملي امنيت د منسوبينو، ولايتي شورا، عالمانو شور او مخورو په هلوځلو سره له وسلو سره يې د سولې له بهير سره يوځاى شول.
د غور والي غلام ناصر خاضع وويل: زموږ خلک سولې ته اړتيا لري چې د سولې په سيوري کې په آرامۍ ژوند وکړي.
خاضع له نورو وسله والو طالبانو څخه يې وغوښتل چې له جګړې څخه لاس واخلي او د سولې له بهير سره يوځاى شي او د هېواد په آبادۍ او پرمختيا کې خپله ونډه ترسره کړي.
د طالبانو د يوځاى شوې ډلې مشر وويل: د افغانستان خلک، د قسم خوړلو دښمنانو او د بهرنيو لاسوهنو له امله له يو بل څخه قرباني اخلي.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل