سیاستخبرونهاقتصادTOP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ناروې شاهي دولت له شارژدافیر سره وکتل

کابل، د مرغومې ۲۰مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت له شارژدافیر پال کلومن بکن سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو له ناروې هېواد او اروپایي ټولنې سره د سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې، د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د ثبات، امنیت او اقتصادي لاسته راوړنو ترڅنګ؛ د راستنېدونکو هېوادوالو پر ښه مدیریت خوښي څرګنده کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته