خبرونهاقتصاد

د صنعت اوسوداګرى وزير : د صنعت په اوونۍ کې به ٥١ توليدي فابريکې پرانستل شي

کابل /د غويي ٢٨مه /باختر
د صنعت اوسوداګرى وزير نثار احمد غورياني وايي چې د صنعت په اوونۍ کې ٥١ توليدي فابريکې پرانستل کېږي.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ د صنعت اوسوداګرى وزير نثار احمد غورياني نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې د صنعت اوونۍ په پيل کې د ٥١ توليدي فابريکو د پرانستلو لپاره تيارى نيول شوى دى.
هغه څرګنده کړه چې په هرات کې پرون درې توليدي فابريکې پرانيستل شوي دي.
غورياني دې ته په اشارې سره چې په کابل کې په ٢٠٠ غرفو کې د کورنى توليداتو نندارتون پرانيستل کېږي د هېواد له خلکو وغوښتل چې له کورنيومحصولاتو استفاده وکړي .
د صنعت اوسوداګرى د وزير په خبره اوس دهېواد په ګوټ ګوټ کې ١٢ صنعتي پارکونه فعال دي اوپه ١١ نورو صنعتي پارکونو کې د ځمکې د ويشلو لپاره زمينه برابره ده .
ختم_ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته