خبرونهاقتصاد

د سود اګرو د اتحاديې او د سودا ګرۍ او پانګې اچونې د خونو ترمنځ د همکاري تفاهم ليک لاسليک شو

٤٧- کابل/ د ليندۍ١٨مه/ باختر
د افغانستان د سوداګرۍ اوپانګې اچونې خونه د هېواد د سوداګرو او پانګه والو له اتحاديې سره دهمکارۍ تفاهم ليک په يوه غونډه کې لاسليک کړ.
د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونې د مطبوعاتي دفتر د معلوماتوله مخې: د دغه تفاهم ليک پربنسټ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونه به له دغې اتحاديې سره په همکارۍ کې د سوداګرۍ د ودې د نندارتون د جوړولو زمينه برابره کړي او دواړه لوري په دغه نندارتون کې د ګډون په لاره کې د کورنيو او بهرنيو پانګه والو د جلبولو اوهڅونې لپاره همکاري وکړي.
د افغاانستان د سوداګرۍ او پانګي اچونې خونې د پاليسي او تخنيکي مرستيال شفيق الله عطايي او د افغانستان د سوداګرو او پانګه والو د اتحاديې رييس حزب الله الفت دغه تفاهم ليک لاسليک کړ.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته