کابل باخترد مرغومي دمياشتې ٥ :
د سمنګانو ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د کرنيزو اوبو يو بند او کانال ترميم او بيا جوړ شول.
د سمنګانو ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ د آسيا آباد دکلي د کرنيزو اوبو بند او کانال د څه د پاسه څوارلسو مليونو افغانيوپه لګښت بيا جوړ شول.
د سمنګانو ولايت دمرکز دايبکو دسمندري حوزې رئيس غلام محمد دقيق دباختر آژانس خبريال ته وويل: د آسيا آباد دکلي د کرنيزو اوبو اوکانال بندچې دسمنګانو سيند په تګلوري کې او د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې موقعيت لري؛ د دغې ساحې د اوسيدونکو په غوښتنه دسمنګانو د سمندري حوزې د ادارې له لارې ديوه خصوصي شرکت له خوا بيا جوړ شوي دي.
ده زياته کړه: دغه بندچې کابو لس متره سور او پنځه متره لوړوالى لري؛ پخوا د سيلاوونو د راوتلو له امله ويجاړ شوى و چې د نړيوال بانک په مرسته د څه دپاسه څوارلسو مليونو افغانيو په لګښت په اساسي ډول بيا جوړ شوى دى او په هغه پورې اړوند د٣٦٩مترو په اوږدوالي کانال هم بيا جوړشوى دى.
ده زياته کړه: د دغې پروژې د کار په بشپړيدو سره، سربېره پردې چې د اوبو د ضايعاتو مخه نيول کيږي؛ د خلکو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو په سيستم کې هم مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي او د حضرت سلطان د ولسوالۍ په اتو کليوکې يې د دوه زره کورنيو د څښاک د اوبو او د ٧٨٠ هکټاره ځمکې د خړوبولو ستونزه لرې شوې ده.
1 1 دقیقه لوستل