خبرونهامنیتTOPټولنه

‏د ستر درستیز لومړی مرستيال: اسلامي اردو په هر ډول حالاتو کې د خپلو ولسونو خدمت ته پوره چمتووالی لري

کابل، د ليندۍ ۳مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز لومړي مرستیال مالي خان “صدیق” په پکتیکا او خوست کې د سرحدي ځواکونو د موقعیتونو او منسوبینو ارزونه وکړه.
هغه فرضي کرښې ته څېرمه پوستو کې د مېشتو سرحدي ځواکونو او منسوبينو د فعاليتونو ستاینه کړې او د ځینو شته ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی دی.
مالي خان د خپل سفر په بهير کې، د یادو ولایتونو په سرحدي سيمو کې له پاکستان څخه راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د لومړنیو مرستو په موخه، له جوړو شویو موقتي کمپونو څخه لیدنه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د اسلامي ملي اردو ځواکونه په هر ډول حالاتو کې د خپلو ولسونو خدمت ته پوره او هر اړخیز چمتووالی لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته