کابل/ د کب ١٨ مه / باختر
د سالنګونو لويه لاره چې پرون د واورې اورښت له امله تړل شوې وه، نن بيا پرانیستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې يو مسوول باخترآژانس ته وويل چې د سالنګونو په دواړو لورو کې د واورې پاکول بشپړ شوي او دغه لويه لار نن له غرمې مخکې د ټيلري وسايطو پرته د نورو ټولو وسايطو پرمخ پرانیستل شوه.
هغه زیاته کړه؛ ټول مسافر وړونکي وسايط د ګرانو هېوادوالو د خونديتوب په خاطر بايد په ژمنيو وسايلو سمبال او د سالنګونو د مسوولينو لارښوونو ته دې پام وکړي.
\ ذ