سیاستخبرونهTOPټولنه

د رياست الوزراء سياسي مرستيال: حکومت د ولس خدمت ته ملا تړلې او هڅه کوي، چې د افغانانو د ژوند سطحه لوړه کړي

کابل، د کب ۱۰مه، باختر
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په دوو جلا جلا ناستو کې په پاکستان کې مېشت د بغلان کډوالو له استازو او د پکتیا د احمد آبا ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.
په لومړۍ ناسته کې په پاکستان کې مېشت د بغلان د کډوالو استازو وویل چې دوی په پاکستان کې د زرګونه کډوالو استازي دي، چې ډېر ژر به هېواد ته راستانه شي.
هغوی په تورخم او سپین بولدک کې راستنېدونکو ته د افغان حکومت د اسانتیاوو او مالي امکاناتو له برابرولو مننه وکړه او ويې ویل چې زرګونه افغان کورنۍ غواړي له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شي.
يادو استازو هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شريک کړل.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال په دغه کتنه کې وويل چې اسلامي امارت هڅه کوي هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لارې چارې او امکانات برابر کړي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال په يوه بله ناسته کې د پکتیا د احمدآبا ولسوالۍ له قومي مخورو سره په کتنه کې وويل چې د دغه ولایت په کچه قومي جوړښتونو څو ځله ګډې ناستې او پریکړې کړي، چې قومي مخور او ديني عالمان له ځايي ادارو سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي، ترڅو په پکتیا کې د بیارغاونې لړۍ چټکه او د څو لسیزو ستونزې حل شي.
دغو قومي مخورو د ښوونځيو، مدرسو او سړکونو د رغولو په برخه کې د ولسونو وړاندېزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارل.
هېره دې نه وي، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، له اسلامي امارت سره د پکتیا د قومي مخورو او ديني عالمانو له همکاریو څخه په مننې سره وویل چې د اسلامي نظام له راتګ وروسته حکومت غواړي د ولسونو خدمت وکړي او هڅه کوي د افغانانو د ژوند سطحه لوړه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته