کابل /دغبرګولي ٢مه/ باختر :
کابل ښاروالۍ دکابل ښار ددريم پروان اودسراي شمالي سړک دپاتې برخې دجوړولو کار پيل کړى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه سړک دشپيتو مترو په سورپه څلوروکرښو کې چې اصلي کرښي يې تېرکال جوړې شوې وې اوس په فرعي کرښو کار پيل شوى دى .
دغه سړک چې دوخت په تيرېدو سره په بدحالت کې و له فني اومسلکي څيړنو وروسته په نوي ديزاين په اساسي او معياري ډول دکابل ښاروالۍ له خوا جوړېږي .
ختم_ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ