خبرونهفرهنګTOP

د خبريالانو او رسنیزو کارکوونکو د ملاتړ ملي صندوق پرانيستل شو

کابل / د چنګاښ ٩مه / باختر

د خبريالانو او رسنیزو کارکوونکو د ملاتړ مالي صندوق نن په هغو مراسمو کې چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د دويم مرستيال استاد سرور دانش، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير، د جمهوررييس د سترسلاکار او د جمهوري رياست د عامه او ستراتيژيکي اړيکو ادارې د رييس وحيد عمر او د رسنیزو بنسټونو د يوشمېر جګپوړو مسوولينو او خبريالانو په ګډون د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې ترسره شول؛ په رسمي ډول پرانيستل شو.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د جمهوري رياست دويم مرستيال استاد سرور دانش د خبريالانو او رسنیزو کارکوونکو د ملاتړ ملي صندوق د نوي مشرتابه بورډ د معرفي کولو په غونډه کې وويل: په هېواد کې روانه جګړه نامشروع او په بشپړه توګه حرامه ده، ځکه دغه جګړه ولسواکۍ او بشري حقونه له خطر سره مخ کړي دي او د دې اړتيا ده چې د ملي مقاومت، د ملي وحدت د ساتنې او د ګوندونو ترمنځ د سياسي اجماع او د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړو.

هغه د خبريالانو او رسنیزو کارکوونکو د مالي ملاتړ د ملي صندوق بيا پرانيستل مهم وبلل او ويې ويل: په اوسنيو شرايطو د دغه صندوق بيا احيا کول خبريالانو ته ضروري دي او موږ نن د صندوق نوى بورډ معرفي کوو.

هغه وويل: د صندوق د بورډ نوي غړي د بېلابېلو رسنیزو  بنسټونو استازيتوب کوي او ښه شهرت لري.

هغه څرګنده کړه چې د خبريالانو او رسنیزو کارکوونکو د مالي ملاتړ د ملي صندوق هويت په نوي طرز العمل کې په څرګند ډول تعريف شوى دى اوهويت يې ملي، غير انتفاعي او غير دولتي دى او په دغه صندوق کې د حکومت نقش څارنيز او ملاتړيز دى.

د جمهوري رياست دويم مرستيال زياته کړه: د بورډ نوي غړي فعاليتونه افتخاري دي  او د رسنیزې کمېټې او حکومت پر وړاندې ځواب ورکوونکي دي او د کال په هره ربع کې د خپلو کارونو رپوټ وړاندې کوي.

په دې غونډه کې د جمهوررييس ستر سلاکار او د جمهوري رياست د عامه او ستراتيژيکي اړيکو اداري رييس وحيد عمر وويل: دغه صندوق ډېر ژر په بشپړې امانتدارۍ سره خپل کار پيلوي او له ناروغو خبريالانو، رسنیزو کارکوونکو، ټپيانو او د شهيدانو له کورنیو سره به مرسته وکړي.

هغه زياته کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده سپارل شوې ده چې دغه صندوق ته اسانتياوې برابرې کړي.

هغه وويل: دغه صندوق پخوا هم موجود و، خو يوشمېر خبريالان د هغه له فعاليت څخه شکايت کاوه چې فعاليت يې محدود دى. خو په بيا احيا کولو سره به دغه صندوق مشخص آدرس ولري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د خبريالانو او رسنیزو کارکوونکو د مالي ملاتړ د ملي صندوق د بيا احيا کولو هر کلى وکړ او ويې ويل: نن د خوشحالۍ ځاى دی چې د خبريالانو د مالي ملاتړ ملي صندوق د ابهام له حالت څخه ووځي او په فعاليتونو کې یې شفافيت تامين شي.

هغه وويل: د دغه صندوق د فعاليتونو برېښنايي کېدل کولاى شي د هغه له شفافيت سره  مرسته وکړي او ټول خبريالان کولاى شي هغه ته لاسرسی ولري.

هغه زياته کړه: په صداقت سره وايو چې موږ په صندوق کې د شفافيت غوښتونکي يوو او د دغه صندوق د مشارکتي مديريت ملاتړ کوو او بايد ټول خبريالان او رسنیز کارکوونکي د پاملرنې وړ وګرځي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: د بيان آزادۍ د مډال نغدي جايزه چې جمهوررييس منظوره کړې ده؛ له دغه صندوق څخه ورکړل شي.

هغه له رسنيو څخه وغوښتل چې د تبليغاتو له لارې د خلکو ترمنځ رواني جګړه پيل نه کړي، ځکه طالبان د بيان له آزادۍ سره دښمني لري.

د خبريالانو د مصوونيت کمېټې رييس نجيب شريفي په جنګي شرايطو کې په ټول هېواد کې د خبريالانو او رسنیزو کارکوونکو د مالي ملاتړ د ملي صندوق بيا احيا کول خبريالانو ته ضروري وبلل او ويې ويل: په دغو وروستيو کې زياتې ستونزې د خبريالانو د لارې پر سر خنډونه جوړ کړي دي او هغوى مرستې ته اړتيا لري چې له دې لارې بايد ورسره مرسته وشي.

هغه وويل: څومره چې د اړوندو لوریو له خوا په هېواد کې تاوتريخوالی زيات شي، هغومره مرستې ته د خبريالانو اړتيا زياتېږي.

په پاى کې د افغانستان له علومو اکاډمۍ څخه محمد آصف احمدزی، د کابل پوهنتون له ژورناليزم پوهنځي څخه احمد انصاري، له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه صابر مومند، اطلاعاتو ته د لاسرسي له کمېسيون څخه زهرا موسوي، د ژورنالیستانو د خونديوب له کمېتې څخه صديق الله توحيدي، د له (۱) خصوصي ټلويزيون څخه حارث جمال زاده، له پژواک خبري آژانس څخه محمد جاوېد، د حکومت د رسنيو له مرکز څخه دوا خان مينه پال، د آزادو رسنيو له ملاتړ بنسټ څخه مجيب خلوتګر، د خبريالانو له فدراسيون څخه ضيا بوميا او له امريکاغږ څخه مکيه منير د خبريالانو او رسنیزو کارکوونکو د مالي ملاتړ د ملي صندوق د بورډ د نوي غړي وپېژندل شول.

ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته