خبرونهامنیتTOP

د حضرت ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون څخه ۲۳۵ تنه فارغ شول

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ ابن جبل د ملي پوځي اکاډمۍ له پنځلسمې دورې څخه ۲۳۵ تنه فارغ شول.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، فارغانو ته په خطاب کې ویلي دي: «تاسو د دې خاورې بچیان یاست او دې خاورې ته به خدمت کوئ او د اسلامي او ملي ارزښتونو ترڅنګ به د سرحداتو ساتنه کوئ؛ تاسو ته ملت اميدونه لري او د ملت شتمني په تاسو مصرف شوې، بايد خپل مسئوليت په پوره اخلاص ترسره کړئ او له قومي، نژادي او سمتي تبعيض څخه ځانونه وساتئ.»
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي ويلي دي: “لکه څنګه چې زموږ سلفو قرباني ورکړې، همدارنګه به موږ هم قرباني ورکوو او خپل هېواد او خاورې ته به خدمت کوو، ملت بايد راضي کړو، ترڅو زموږ ملت زموږ سره اوږه په اوږه ودرېږي”.
د غونډې په پای، د مسئولينو له لوري پر فارغانو ډيپلومونه وېشل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته