خبرونهټولنه

د جوزجان مرستې د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو ته ولېږدول شوې

 کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر

د جوزجان خلکو نن خپلې راټول کړای شوې مرستې د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو ته ولېږلې.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین معتصم باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت یو شمېر ځوانانو، خبریالانو او خلکو چې څه موده مخکې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې د راټولولو کمپاین پیل کړی و نن پای ته ورسېد او راټول کړای شوې پیسې د یو پروګرام له مخې د دغه ولایت له پېښو سره د چمتو والي ریاست له خوا د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو ته ولېږدول شوې.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته