TOPروغتیا

د جمهورريیس غني په مشرۍ د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې لپاره د روغتیایي سکتور د انسجام غونډه جوړه شوه

– کابل / د ليندۍ ١٤مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د عامې روغتیا وزارت له ريیسانو او سرپرستانو سره د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې لپاره د روغتیایي سکتور د انسجام غونډه کې خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني هم حضور درلود، جمهورريیس غني د کرونا لومړۍ څپې سره په مبارزه کې د ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو له هڅو مننه وکړه ويې ویل، موږ یو لوی تصویر ته اړتیا لرو چې امکانات، فرصتونه او د مبارزې څرنګوالی مشخص کړي.
جمهورريیس د روغتونونو او په ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو ترمنځ زنځیري ارتباط ته په اشارې وویل، د حکومت د رهبرۍ پلان دا دی چې د کرونا د دویمې څپې د مدیریت ترڅنګ د روغتیایي خدمتونو بنسټیزې ستونزې هم حل شي.
جمهورريیس وویل، ډېر ژر به د افغانستان د روغتیا پروګرام په اړه واضح پایلې ته ورسېږو او د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې لپاره به واضح مقررات رامنځته کړو. هغه زیاته کړه، په مرکز او ولایتونو کې د کرونا لومړۍ څپې سره د مبارزې تېروتنې باید تکرار نشي او په وزارت کې دننه دې همغږي زیاته شي.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د کرونا ویروس لومړۍ څپې سره د مبارزې لپاره د حکومت جامع پلان د دې لامل شو چې د سیمې هیوادونو په پرتله افغانستان د کرونا تر منځني وړاندې حرکت وکړي او د انساني تلفاتو کچه په بېساري ډول راکمه شي. هغه زیاته کړه، د کرونا لومړۍ څپې سره مبارزه کې ستراتېژیک زعامت بریالی و، خو د مدیریت په برخه کې شته ستونزو ته متوجه یوو او دویمې څپې سره مبارزه کې به همغږي زیاته او د عامې روغتیا وزارت په تشکیل کې به تغییر، تعدیل او اصلاحات تطبیق شي.
ورپسې د عامې روغتیا وزارت ريیسانو او سرپرستانو د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره خپلې ستونزې او وړاندېزونه جمهورريیس سره شریک کړل.
یادو مسوولینو د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې لپاره د اکسیجن اړتیا ته په پاملرنې، د کرونا د تشخیص لابراتوارونو زیاتېدو، د اړتیا وړ درملو، کېټونو، طبي وسایلو او تجهیزاتو برابرولو، بشري قوې ته پاملرنې، د رامنځته شویو طبي شبکو بشپړ تطبیق، د بودجې په مصرف کې د همغږۍ پیاوړي کولو او د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت په زیاتوالو ټینګار وکړ.
جمهورريیس د عامې روغتیا وزیر ته دنده وسپارله چې د وزارت له ريیسانو او سرپرستانو سره په غونډه کې په وضاحت د دغو وړاندېزونواو ستونزو لېست ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي. هغه زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت دې واضح لومړیتوبونه مشخص کړي چې حکومت د هغو په رڼا کې اقدامات وکړي او د اکسیجن او لابراتوارونو موضوع ته اساسي پاملرنه کېږي.
د هیواد جمهورريیس وویل، ټولې هغه موسسې او غیر حکومتي بنسټونه چې د عامې روغتیا وزارت پالیسۍ نه عملي کوي باید وارزول شي او ورته لومړیتوبونه ورکړل شي.
جمهورريیس وویل، هغه لابراتوارونه چې کرونا سره د مبارزې دویمې څپې کې ناغېړي وکړي تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې به راشي.
جمهورريیس د غونډې په پای کې وویل، د کرونا واکسین له مثبتو نتایجو وروسته موږ نوې مرحلې ته داخلېږو او د واکسین ساتلو زېربناوو او د معیارونو پر اساس د واکسین وېشلو طبقه بندۍ ته باید جدي پاملرنه وشي او د افغانستان حکومت له نړیوالو بنسټونو سره د کرونا واکسین د وېش او ترلاسه کولو په اړه په تماس کې دی او ټول هغه منابع تشخیص شوي چې د افغانستان حکومت پرې خپلو خلکو ته د کرونا واکسین برابر کړي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته