امنیت

د جلريز ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ نوى ودانۍ پرانستل شوه

١ –  کابل باختردليندي ٢٠مه

 د جلريز ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ نوى ودانۍ  پرون پرانستل شوه

  دميدان وردکو والي ويندوى شاهد الله شاهد  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه ودانۍ په ميدان وردکو ولايت کې د ايساف دميشتو ځواکونو په مالي مرسته ديو مليونو اووه سوه  زرو امريکايي ډالرو په لګښت  ددري جريبه ځمکي  په ساحه کې په يو کال کې بشپړه او ګټې اخستنې  ته وسپارل شوه .

  خبرځاى زياته کړه په دې ودانۍ کې ديرش کاري خونې ، دکنفرانس تالار ، دډوډۍ  خوړلو خونه او نور ملحقات شته  چې په ستندرد او اساسي ډول په يوه پوړ کې جوړه شوې ده .

 دودانۍ دپرانستلو په مراسمو کې دميدان وردکو والي محمد حليم فدايي  اونورو قومي مشرانو برخه لرله .

  دميدان ودرکو والي دايساف د ځواکونو دمرستو له امله مننه وکړه او د دغه ولايت  په بيا جوړولو  کې  يې دهغوى دزياتو مرستو غوښتنه وکړه .

 ديادونې وړ ده  دجلريز ولسوالۍ  يوه داسې ولسوالۍ ده چې دامنيت دليږدونې په دويم پړاوکې شامله ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته