سیاستخبرونهاقتصادTOP

د جاپان دولت له افغانستان سره ۵۸.۴ میلیونه ډالره مرسته کوي

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر 

د جاپان دولت له افغانستان سره د ۵۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستې خبر ورکړی دی.

په کابل کې د جاپان سفارت پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې یاده بشري مرسته به د خلکو په ځانګړي ډول د بې ځایه شویو کسانو د ژوند ښه والي په موخه د همکارو بنسټونو  لکه د ملګرو ملتونو اداره، نړیوال سازمانونو او د جاپان د غیر دولتي موسسسو له لوري د افغانستان خلکو ته ورسول شي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې سره د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې تر اوسه پورې له افغانستان سره د جاپان حکومت د مرستې اندازه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ هر ورځ له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال په زوره تش لاس بېرته افغانستان ته را شړل کېږي، او مرستو ته جدي اړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته