کابل / د غبرګولي / ۲۹/ باختر
د تکواندوافغان لوبغاړی محسن رضایی د اسیا ۲۴ پړاو په سیالیو کې اتل شو.
د تکواندو فدراسیون د مطبوعاتو مسوول زبیح الله شهزاد باختر اژانس ته وویل چې رضایی دغه راز د دغو سیالیو د سرو زرو مډال وګاټه .
دغه افغان ورزشکار د ۵۸ کیلو ګرام وزن کې د کویټ ، تایوان ، پاکستان او جنوبي کوریا سیلانو ته ماتې ورکړه .
دغه سیالۍ د ٢١ هېوادونو د ۱۸۹ تنو ورزشکارانو په ګډون د لبنان په بیروټ ښار کې تر سره شوې .
دا لومړۍ ځل دی چې د تکواندو یو افغان لوبغاړی د اسیا په کچه د اتلوالۍ مقام ګټي .
پای / سعیده