کابل، د مرغومي ۲۹مه، باختر
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره وکتل.
باختر آژانس ته د رياستالوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ترکیې سفیر د افغانستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ويلي يې دي چې ترکي سوداګر چمتو دي د کانونو، برېښنا او کرنې په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړې چې ترکیه له افغانستان سره د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده او د افغانستان د پرمختګ ملاتړ کوي.
د ترکیې سفیر همدا رنګه ډاډ ورکړی چې هېواد یې هېچاته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي امارت خلاف په ترکیه کې سیاسي او پوځي تحرکات وکړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال هم په خپلو خبرو کې، له افغانستان سره د ترکیې له مرستو او همکاریو مننه کړې او ویلي يې دي چې د اسلامي امارت له حاکميت وروسته، په افغانستان کې ترکي پانګه والو ته د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هڅه کوي په سیمه کې اقتصادي او ترانزیټي اړیکې پراخې کړي.
سياسي مرستيال د ترکیې له دې دريځ څخه چې چا ته د اسلامي امارت خلاف د پوځي او سیاسي تحرکاتو اجازه نه ورکوي؛ مننه کړې او زياته کړې يې ده چې اوس په هېواد کې ټولو افغانانو ته د ګډ او آرامه ژوند زمینه برابره شوې ده.
59 1 دقیقه لوستل