سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ترکمنستان ملي مشر: له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه به ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړو

کابل، د کب ۱۰مه، باختر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د هغه هېواد له ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف سره وکتل.
متقي په دغه کتنه کې د ترکمنستان ولسمشر ته په افغانستان کې د امنیت، ثبات، پانګونې او ټرانزیټ لپاره د نویو فرصتونو په تړاومالومات وړاندې کړل.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه د ترکمنستان له ملي مشر څخه مننه وکړه، چې له افغانستان سره همکاریو او ښو اړیکو ته ځانګړې پاملرنه لري او دواړه هېوادونه توانېدلي، چې په ګڼو برخو کې ښه پرمختګونه وکړي.
په ورته وخت کې د ترکمنستان ملي مشر په دغه کتنه کې وویل چې د افغانستان له اړخه بشپړ اطمینان لري او دغه هېواد ته د ګازو او برېښنا لېږد ته ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه همدارنګه وویل چې د رېل پټلۍ د پراختیا په برخه کې به هڅې لا ګړندۍ کړي.
ملي مشر محمدوف راتلونکې اوونۍ په پلازمېنه عشق‌ آباد کې د افغانستان د توکو جوړېدونکی نندارتون ډېر مهم او تاریخي وباله او ټینګار یې وکړ، چې دواړه لوري ترې ښه ګټه پورته کړي.
د ترکمنستان ملي رهبر ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه به ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له یو شمېر حکومتي چارواکو سره هم کتنې درلودې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته