تالقان باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه :
د تخار والي ډاکتر فضل الله مجددي د افغانستان د ملي راډيوټلويزيون له ولايتي رئيس سره په داسې حال کې چې د نورو سکتوري اواقتصادي خدمتونو رئيسان او د دغه ولايت د ملي راډيوتلويزيون آمر هم حاضر و، وکتل.
د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون رئيس ولايتي رئيس دغه ولايت ته د خپل سفر هدف د تخار د ملي راډيو ټلويزيون د ودانۍ د تخنيکي نيمګړ تياوو څيړنه وبلله او زياته يې کړه چې د تخار ولايت د اړوندو ادارو په همغږۍ د دغې پروژې تخنيکي نيمګړتياوې لرې کيږي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ