کابل / د کب ۲۲ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او ورسره پلاوي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو او مل پلاوي سره د انتالیا فورم په څنډه کې وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د ژورو اړیکو پر لا پراختیا، د کابل هوايي ډګر او ورسره د افغانستان د نورو نړیوالو هوايي ډګرونو او د قرارداد پر هغو مادو یې بحث وکړ چې لا هم بحث ته اړتیا لري.
په کتنه کې ژمنه شوې چې دواړه هیوادونه به د قطر په ګډون د تخنیکي بحث له لارې ژر تر ژره پر پاتې موضوعاتو یوه حل ته د رسیدو کوښښ کوي.
ښاغلي متقي له ترکیې څخه مننه وکړه چې د افغانستان د ولس تر څنګ ولاړ دی او د بشري، تعلیمي او پراختیايي پروژو په برخو کې له افغانستان سره مرستې کوي.
ن/ر