هرات باختر دزمري دمياشتې ٨ :
د بلکورش د غيږې نيونې فدراسيون د غيږې نيونې د څلويښتو تنو پهلوانانو په
ګډون د دغې څانګې سيالۍ په پنځو وزنونوکې ترسره کړې.
په دغوسياليوکې د السادات له کلپ څخه محمدګل پهلوان د اتحاد له کلپ څخه جليل احمد پهلوان ته ماتې ورکړه.
دغه راز د ګذرې له کلپ څخه پهلوان ګلاب شاه د انصاري له کلپ څخه پهلوان جاويد ته ماتې ورکړه.
دغه راز د انصاري له کلپ څخه پهلوان وکيل احمد د هرات باستان له کلپ څخه پهلوان نصيراحمد ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د هرې جمعې په ورځ د ګذرګاه شريف د غيږې نيونې په ډګرکې ترسره کيږي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ