سیاستخبرونهTOP

د بلخ والي کې د ایران له سرکنسل او مرستیال سره وکتل

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر

د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا په مزارشریف ښار کې د ایران له سرکنسل حمید رضا احمدي او مرستیال مهدي اسکندریان سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ايران سرکنسل وويل چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ د افغانستان او ايران ترمنځ اړیکې پياوړې شوي دي.

حمید رضا احمدي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د اقتصادي پیاوړتیا او فرهنګ په برخه کې کارونه په چټکۍ روان دي، امنیت ته پوره توجه شوې، د ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانزیټ، سوداکرۍ او صنعت او نورو برخو کې اړيکې ښې شوي، چي دا د یوه هېواد د اقتصاد لپاره یو ښه اقدام دی.

نوموړي وویل ایران هېواد غواړي د روغتیا، زده کړو، فرهنګي چارو، سوداګرۍ، کرنې، کانونو او نورو برخو کې پانګونې لپاره د افغانستان سره ګډ کار وکړي.

ورته مهال د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ مننه وکړه چې هېواد یې په هر ډول حالاتو کې دلته پاته شوی او د اسلامي امارت ترڅنګ یې دلته خپل خدمات وړاندې کړي دي.

حاجي وفا زیاته کړه، چې د هېواد د اقتصاد قوي کېدو لپاره باید ګاونډي هېوادونه د دواړو هېوادونو ګټې په نظر کې نیولو سره سوداکریزې او ټرانزیټي اړیکي قوي کړي.

نوموړي ایران کې د افغان کډوالو، د تلونکو او راتلونکو مسافرو او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته