خبرونهاقتصادفرهنګ

د بغلان کلتوري سیمو ته د کورنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی

کابل، د وري ۱ مه، نېته، باختر

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین چې د کلتوري او لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې وايي، چې په وروستیو ۳ کلونو کې د بغلان کلتوري سیمو ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د چمقلا او پهلوان جمعه خان له لرغونو سیمو څخه لیدنه کوله وویل، چې په وروستیو ۳ کلونو کې د کورنیو سیلانیانو راتګ د دې ولایت کلتوري سیمو ته زیات شوی او ورځ تر بلې سیلانیان هڅه کوي څو د دې ولایت لرغونې او فرهنګي ځایونه وګوري.

حقاني زیاته کړه، چې چمقلا او د پهلوان جمعه غونډۍ چې لرغونی تاریخ لري د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې شتون لري او د معلوماتو په اساس په اوسط ډول شاوخوا سل سیلانیان چې ډېر یې د بغلان او دې ولایت ته د څېرمه ولایتونو اوسېدونکي دي له دې سیمو لیدنه کوي.

د بغلان اوسېدونکی محمدیار احمدي چې د چمقلا له لرغونې سیمې څخه لیدنه کړې وايي، چې خلک باید د خپل پخواني کلتور څخه د معلوماتو د پوره کولو په موخه له دې سیمو څخه لیدنه وکړي او د هېواد له فرهنګي هویت څخه خبر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته