۲۶- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د بغلان د مستوفیت ادارې د ۱۳۹۹ کال عواید ۲۲ سلنه زیات شوي دي.
د بغلان د عوایدو آمر عبدالوکیل اعظمي باختر آژانس ته وویل چې د بغلان د مستوفیت ادارې ټول عواید ۳۳۰ میلیونه افغانۍ وې چې د مالیې وزارت د ۲۷۱ میلیونو افغانیو د پلان په پرتله، ۲۲ سلنه زیاتوالی ښیي او په دې اساس ۵۹ میلیونه افغانۍ زیاتې راټولې شوې دي.
د اعظمي د څرګندونو له مخې؛ دغه عواید د شرکتونو، پوهنتونونو، روغتیایي کلینکونو، شخصي روغتونونو، د بیه لرونکو سندونو د پلورنې او د دولت د کارکوونکو له مالیاتو څخه راټول شوي دي.
پای/ سعیده
14 د یوې دقیقې څخه لږ