خبرونهامنیت

د بغلان خبريالانو د امنيت د نشتوالي له امله اندېښنه څرګنده کړه

٤٩- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
د بغلان خبريالان او د رسنيو مسوولينو نن د خبريالانو د وژلو له امله د خپل ځان د امنيت په خاطر اندېښنه څرکنده کړه .
دغو خبريالانو د بيان د ازادى له لارې د شهيدانو پاک روح ته د دعا ترڅنګ د بغلان له امنيه قوماندان محمد ويس صميمي سره په يوه غونډه کې د خبريالانو د اوسني حالت له امله د اندېښنې په څرګندولو سره د خبريالانواو رسنيو د امنيت پر تامينولو ټينګاروکړ.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويدبشارت د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دې غونډه کې خبريالانو او د رسنيو مسوولينو په هېواد کې په دې وروستيو وختو کې د خبريالانو د هدفمندو او مرموزو وژنو له امله اندېښنه څرګنده کړه او د بغلان له امنيه قوماندان څخه يې وغوښتل چې د خبريالانو د امنيت په تامينولو او ولسواليو او ګاونډيو ولايتونوته د خبريالانو د لېږدونې په لاره کې همکاري وکړي.
هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د بغلان امنيه قوماندان د دغه ولايت له خبريالانو او د رسنيو له مسوولينو سره ژمنه وکړه چې د خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو د امنيت په تامينولو کې به له هيڅ راز هلوځلوڅخه ډډه ونه کړي او چاته به اجازه ورنه کړي چې په دغه ولايت کې د بيان ازادي ته زيان ورسوي .
په وروستيو يوه مياشت کې د اريانا ټلويزيون د سياسي پروګرامونو د مجري فردين اميني په ګډون د هېواد څلور تنه خبريالان ووژل شول.
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته