خبرونهاقتصادټولنهTOP

د بغلان بورې فابرېکې تر بیا رغولو وروسته نن فعالیت پیل کړ

کابل، د سلواغې ۷ مه، باختر

د بغلان د بورې فابریکه د مالیې وزارت له لوري تر بیا رغونې وروسته نن د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د کندز د سپین زر دولتي شرکت مرستیال رحمت الله رحماني ، وايي، د بغلان  د شکر دولتي شرکت کې ۳۵۰ مسلکي او فنی  او دغه راز  ۷۰۰ خدماتي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په فعالېدو سره یې د هېواد د اړتیا وړ درې سلنه بوره تولیدېږي.

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دې ولایت د بورې دولتي شرکت په پرانیست غونډه کې وویل،  چې له هغو پروژو ملاتړ کوو، چې د بغلان ولایت په اړوندو کې پیل شوي دي او هیچاته  به اجازه ور نه کړي، چې د کوچنیو او سترو پروژو د وړاندې تګ پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.

د بغلان د بورې دولتي شرکت په پرانیست غونډه کې د دولتي شرکتونو عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحمید اخندزاده وویل، چې په تېرو شلو کلونو کې حکومت

د دې پر ځای چې په شرکتونو پانګونه وشي، بیارغونې ته یې پام وشي د لمنځه وړلو لپاره یې هڅې کېدلې.

اخندزاده وویل، چې د اوسني نظام رهبري ژمنتیا لري، څو شرکتونه او فابرېکې ټولې فعالې شي  او په همدې موخه په نه ستړي کېدونکي ډول هلې ځلې کوي. 

د دولتي شرکتونو د همغږۍ د انسجام رییس مولوی احمدجان بلال  وویل، چې د دې فابرېکې په فعالولو سره هېواد د صنعت په برخه کې د ځان بسیاینې په لور یو ګام کېښوده او د بغلان ولایت د امنیتي ځواکونو په همکارۍ مو مسلکي او فني کارکوونکي وتوانېدل چې د بغلان د بورې فابریکه ورغوي.

د بغلان د بورې فابریکه په ۱۳۱۹ هـ ش کې د جرمني هېواد په مرسته جوړه شوه، چې په ۱۳۷۰ کال کې  یې د کورنيو جګړو له امله فعالیت ودرېدو، څو کاله وړاندې یادې فابريکې یوځل بیا په کار پيل وکړ،  خو د اومه موادو د نشتون، د ځمکو غصب يې او دغه راز د واکمن حکومت نه پاملرنې بیا له سقوط سره مخ کړه.

د بغلان د بورې فابريکه چې له جغوندرو بوره جوړوي د افغانستان يوازينۍ فابريکه ده چې بوره توليدوي خو باور دا دی چې که دغه فابريکه سل سلنه فعاله شي نو د نهو شمالي او شمال ختیځو په ولايتونو کې به د جغوندرو کروندې بيا وغوړېږي او کروندگر به يې په کرکيلې لاس پورې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته