کابل/ د سلواغې ٢٣ / باختر:
د بشر د حقوقو کتونکى سازمان د سپتمبرد١١مې د قربانيانو کورنيو ته د افغانستان د مرکزي بانک ٥ر٣ ميلياردو ډالرو د ځانګړي کولو په اړه د امريکا د جمهوررييس جوبايډن پرتصميم اعتراض وکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د بشر د حقوقو کتونکى سازمان د امريکا د جمهور رييس د دغه تصميم په غبرګون کې په يو تويټ کې ليکلي دي چې جوبايډن د افغانستان د شتمنيو د ترلاسه کولو په لټه کې دى.
دغه سازمان دغه راز ليکلي دي چې د سپتمبر د١١مي د قربانيانو کورنيو ته د افغانستان د شتمنيو د ځانګړي کولو په اړه د جوبايډن تصميم د افغانستان اقتصادي ستونزه زياتوي.
له بله پلوه يو زيات شمېر بنسټونو او د بشري حقوقو فعالانو د امريکا د جمهوررييس د دغه تصميم پر وړاندې اعتراض کړي دي.
د بشر د حقوقو فعالان وايي د ٢٠٠١ م کال د سپتبمر د١١مې په بريدونو کې چې په امريکا کې د نړۍ د سوداګرۍ سازمان په دوو برجونو وشول د افغانستان هيڅ وګړى ګډون نه درلود او د دې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د افغانستان د شتمنيو ځانګړي کول عادلانه نه دى.
د يادونې وړ ده چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د افغانستان د مرکزي بانک نږدې ١٠ ميليارده ډالره زيرمه په بهرنيو هېوادونو کې کنګل شوه چې يوازې اووه ميليارده ډالره يې د امريکا په بانک کې دى .
د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس د جمعې په ورځ د سلواغې په ٢٢مه يو اجرائي فرمان لاسليک کړ چې دهغه له مخې د افغانستان د مرکزي بانک ٥ر٣ ميليارده ډالره بشردوستانه مرستو ته او ٥ر٣ ميليارده ډالره يې د سپتمبر د١١مي د قربانيانو کورنيو ته ځانګړي کېږي.
\ ج