کابل /دسلواغې ۲۲مه /باختر
د بادغیس ولایت د احصاییې رییس د دغه ریاست د عوایدو د زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه ریاست په تېرو دریو میاشتو کې ۱میلیونو ۳۱۶ زره ۴۷۰ افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د بادغیس د احصاییې رییس ملاضیاالدین بختیار باخترآژانس ته وویل چې د دغه ریاست کارکوونکي بریالی شوي، چې د پاسپورټونو او د برېښنایي تذکرو د فورمونو د پلورنې له پلوه یې میلیونو ۳۱۶ زره ۴۷۰ افغانۍ عواید ترلاسه او بانګ ته یې تحویل کړې دي.
هغه زیاته کړه چې دغه اداره په ۳ میاشتو کې بریالۍ شوې ده د ښار د لومړنیو توکو له بیو څخه معلومات را ټول او د هېواد مرکز ته خبر ورکړي.
ج-ا