۱۰۰ ورځې

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى: په سلوکې څلور اتيا اعشاريه څلور رايپاڼې پلټلې شوې دي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل: د رايپاڼو د پلټنې بهير دوام لري او له  اته سوه اته ويشتو(٢٢٨٢٨ ) صندوقونو له جملې څخه يواځې  اووه سوه (٣٧٠٠) صندوقونه پاتې دي .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې خبرې غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور وويل: د څلورو ګودامونو له جملې څخه چې د رايپاڼو پلتنې او څيړنې او بيا شميرنې بهير پکې دوام درلود؛ د يوګودام کار پاى ته ورسيد.
نور زياته کړه چې په دغه بهيرکې د ملي او نړيوالې کتوونکي مشاهدات زيات شوي دي او هلې ځلې دوام لري چې د ځانګړې پلټنې، څيړنې او بيا شميرنې بهير په نږدى ورځوکې پاى ته ورسيږي.
ده زياته کړه چې د دوه ويشت زرو اته سوه اته ويشتو(٢٢٨٢٨ ) صندوقونو له جملې څخه د رايې ورکولو يواځې درې زره اوه سوه يو اتيا (٣٧٨١ ) صندوقونه د څيړنې او بيا شميرنې ته پاتې دي.
د نور دڅرګندونو له مخې: د رايپاڼو د پلټنې، څيړنې او بيا شميرنې د بهير له پيل څخه نولس زره اووه څلويښت (١٩٠٤٧ )  صندوقونه پلټل شوي دي. دغه شمېر د څيړل شويو رايپاڼو په سلوکې څلور اتيا اعشاريه څلور (٤/٨٤ ) کيږي.
ده څرګنده کړه چې د نتيجو د راټولو په مرکز د څيړنې شپاړلس زره درې سوه پنځه اتيا(١٦٣٨٥ )  لستونه چې په سلوکې دوه اويا کيږي؛ په سيستم کې شامل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته