۱۰۰ ورځې

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى: په سلوکې څه دپاسه شپږ شپيته رايې پلټلې او څيړلې شوې دي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١ د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل: دجمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د راى پاڼو د باطلولو بهير به د دوشنبې په ورځ پيل شي. د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په دې خبري غونډه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور وويل: د راى پاڼو د پلټنې د بهير له پيل څخه تراوسه پورې د راى پاڼو ١٥ زره يو سلو پنځه څلويښت صندوقونه څيړل شوي دي. د نور دڅرګندونو له مخې: دغه شمېرينې چې د رايې پاڼو د څه د پاسه دوه ويشتو زرو صندوقونو له جملې څخه په سلوکې ٦٦ اعشاريه ٣٤ يې پلټل شوي دي . ده زياته کړه: د راى پاڼو د شپږو زرو ځانګړو صندوقونو له جملې څه ناڅه پنځه سوه صندوقونه يې په خاص ډول څيړل شوي دي او د ځانګړې شميرنې او پلټنې بهير په عادي ډول دوام لري. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د تيرو دوو اوونيو په بهيرکې په وار وار د رسنيو له لارې د راى پاڼو د باطلولو د بهير د پيل خبر ورکړى و چې دغه بهير ډير ژر پيليږي، خو دا ځلى د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى د دوشنبې ورځ د دغه بهير د پيل د ورځې په توګه اعلام کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته