سیاست

د المان د بهرنيو چارووزير : د افغانستان دثبات او راتلونکې لپاره دبن د کنفرانس کوربه توب کوو

د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي چې ديوه جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ د بن په نړيوال کنفرانس کې د ګډون لپاره المان ته تللي دي پرون مازيګر د بن نړيوال هوايي ډګر ته ورسيد .

د باختر اطلاعاتي اژانس ته د  جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له  مخې : دبن نړيوال هوايي ډګر ته درسيدو په وخت کې د هيواد جمهور رييس ته د المان دبهرنيو چارو وزير کيدوسترو له، ددغه هيواد دبهرنيو چارو وزارت د تشريفاتو مرستيال او په المان کې د افغانستان سفير هر کلي ووايه

وروسته د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رييس اود المان دبهرنيو چارو وزير د بن په نړيوال هوايي ډګر کې دڅو شيبو لپاره د رسنيو په وړاندې حاضر شول او خبرې يې و کړي.

د المان دبهرنيو چارووزير د افغانستان جمهور رئيس ته د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې زياته کړه خوښ يم چې يوځل بيا له تاسو سره په المان کې ګورو او وياړو چې ستاسو د هيواد دثبات او راتلونکې لپاره ديو مهم کنفرانس کوربه توب کوو . نړۍ ته ز ما پيغام دا دى چې موږ به افغانستان هير نه کړو او موږ ستاسو له هيواد سره د اوږد مهالو پيوستون احساس لرو

وروسته د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس په خبرو کې وويل: په حقيقت کې ما ته دډيري خوشحا لي شيبي دي چې يو ځل بيا  المان ته راغلي يم

په تيره بيا دبن د لومړۍ کنفرانس په لسمه کاليزه کې جمهور رئيس وويل :المان د افغا نستان د خلکو ژمن او پخوا نى دوست دى  او په تيرو لسو کلونو کې له افغانستاسره د مرستې او همکاري په برخه کې يو مخکښ هيواد دى چې افغانستان او سيمې ته له دې زيات دسو لې اوثبات په تا مينولو کې زياتې قرباني زغملي دي.

حامد کرزي دخبرو په دوام  وويل : المان ته نن زما سفر له افغانستان څخه د المان د خلکو د کلک هوډ او ملا تړ څرګندوى دى بل سبا به  ديوه ښه سفر ددوام لپاره چې لرو يې يو ځل بيا راغونډ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته