کابل/د سلواغې ۲۵مه /باختر
د افغانستان له ۱۹کلنۍ څخه ښکته د فوټسال ملي ټیم د اسیا د مرکز سیالیو په دویمه لوبه کې قرغزستان ته ماتې ورکړه.
دغه ټیم پرون ماښام د دغوسیالیو کوربه قرغزستان ته د دوو پر وړاندې په پنځو سره ماتې ورکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټسال ملی ټیم خپله لومړۍ لوبه ایران ته بایللې ده.
د قرغزستان پر وړاندې لوبه کې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم لوبغاړی امید قمبري ښه وځلېد او درې ګولونه یې ووهل.
قمبری د لوبې غوره لوبغاړې هم ونومول شو.
د افغانستان له ۱۹کلنۍ څخه ښکته د فوټسال د ملي ټیم یومسوول باختراژانس ته وویل چې د فوټسال ملي لوبغاړي راتلونکو لوبو ته بشپړ تیاری لري اوهیله لري د دغوسیالیو راتلونکي پړاو ته لاره ومومي.
دغه سیالۍ د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان، ایران او ازبکستان ټیمونو په ګډون د قرغزستان په کوربه توب دوام لري.
ج-