کابل باختر د وري دمياشتې ١نيټه :
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د ډاډګيرنې پيغام!
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړچې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عدليې وزير څارنپوه حبيب الله غالب په حق رسيدلى دى.
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد غالب عالم او حقوق پوه شخصيت او د هېواد له رښتيني خدمتګارانو څخه و چې مړينه يې يوه ستره ضايعه ده.
دافغانستان د عالمانو سراسري شورا د خپلې ډاډګيرنې او غمشريکۍ مراتب د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي، دکابينې غړو او د ارواښاد کورنۍ او خپلوانو ته څرګندوي . د لوى خداى (ج) له دربارڅخه متوفى ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر او جزيل اجر هيله کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ