کابل/ د چنګاښ ۷/ باختر
تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام، نن سهار د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو پر لېږدونکي موټر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې د یاد کمېسیون دوه تنه کارکوونکي شهیدان کړل.
جمهوررئیس غني د دې تروریستي برید د غندلو پر مهال وویل: د ملکي خدمتونو پر کارکوونکو په ځانګړي ډول د عدلي او قضایي بنسټونو پر کارکوونکو او هغوی چې د بشري حقونو د ارزښتونو د تامین په برخه کې فعالیت کوي، برید د بشري او اسلامي ارزښتونو ضد جنایت دی چې په هېڅ دین او قانون کې توجیه نه لري.
جمهوررئیس د وروستي تاوتریخوالي دوام سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف وباله او د دې تروریستي پېښې د هر اړخیزې ارزونې لپاره یې اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپل تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوي.#