خبرونهامنیتاقتصادTOP

د افغانستان بانک او د ختیځ زون د والیانو او امنیتي مسئولینو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

کابل، د کب ۱۵مه، باختر

د افغانستان بانک د سرپرست هدايت الله بدري او د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان د واليانو، امنيتي مسئولينو او ښاروالانو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.

د دې ناستې د ترسره کولو موخه، په هېواد کې د مالي سکتور پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د افغانۍ ترویج او خلکو ته د مالي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د امارتي ادارو ترمنځ د ګډو هڅو او همکاریو روحیې رامنځته کول ویل شوي دي.

باختر آژانس ته د افغانستان بانک د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان بانک سرپرست، د ختیځ زون له واليانو او د یادو ولایتونو له امنیتي مسئولینو څخه غوښتي چې په خپل وار د ملي پروسو په ځانګړي ډول د افغانۍ د ترویج په برخه کې خلکو ته د پوهاوي ورکولو او د ولس ملاتړ په ترلاسه کولو کې هڅې وکړي او یاد بانک ته د همکارۍ لاس ورکړي.

بدري همدارنګه، له هېواده بهر ته د ډالرو د قاچاقو پر مخنیوي ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې ده. 

د ناستې په پای کې، د ختیځ زون والیانو او امنیتي مسئولینو هم د موضوع اړوند خبرې کړې او د افغانستان بانک سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته