سیاستخبرونهTOPروغتیا

د اسلامي امارت کابینې په غونډه کې د سرطان او زړه ناروغیو د کمپلس جوړولو په موخه د ځمکې د مشخصولو پرېکړه وشوه

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې په لسمه غونډه د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

په دغه غونډه کې له اړونده ادارو څخه تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د سرطان او قلبي ناروغيو د تشخيص او درملنې په موخه د معياري طبي کمپلکس جوړولو لپاره د ځمکې مالومولو چارې ترسره کړي.

د کابینې په یاده غونډه کې د صکوکو مطبعې د پياوړتيا او معياري کېدو په اړه هم بحث وشو او په دې برخه کې اړونده ادارو ته د لازمو اقداماتو سپارښتنه وشوه.

په دې غونډه کې همدارنګه د ښي لاس موټرو د زياتوالي مخنيوي په اړه جوړې شوې طرحې په اړه پرېکړه وشوه، چې ياده طرحه دې دقيقه وکتل شي، ترڅو يې په تطبيق سره مطلوبې پايلې ترلاسه شي.

غونډه کې په نظامي مرکزونو او يو شمېر ولایتونو کې له بهرنیو ځواکونو څخه د پاتې طبي تجهيزاتو فعالو روغتيايي مرکزونو ته د ساتنې او ښې استفادې په موخه د لېږد په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته