سیاستخبرونهټولنهTOP

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال دنده پیل کړه

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د لارښوونې پر اساس ملا حمدالله فطرت د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په توګه له ټاکل کېدو وروسته نن رسماً خپلو همکارانو ته معرفي او په کار یې پیل وکړ.

د یادونې وړ ده چې ملا حمدالله فطرت له دې وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې دغه دنده بلال کریمي ترسره کوله چې وروسته د افغانستان اسلامي امارت له لوري په چین کې د افغانستان اسلامي امارت د سفیر او ځانکړي استازي په توګه وټاکل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته