کابل، د کب ۱۱مه، باختر
د رياستالوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د اداري کمېسيون ناسته ترسره شوه.
باختر آژانس ته د رياستالوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د لوړو زده کړو، کورنيو چارو، اطلاعاتو او کلتور او ماليې وزارتونو او دغه راز د نورم او سټنډرډ ادارې پر غوښتنو هر اړخيز بحث شوی او په اړه يې لازم تصميمونه نيول شوي دي.
23 د یوې دقیقې څخه لږ