امنیت

دکندز دبريښنا دکارکوونکو دمعاشونو غله ونيول شول

دکندز پوليسو دوه تنه  چې ويل کېږي  څه موده مخکې يې ددغه ولايت دبريښنا دکارکوونکو معاشونو غلا کړي و نيولي دي.

پوليس وايي چې دغه کسان له يوي مياشتې پلټنې وروسته پرون  دغزني ښار په مربوطاتو کې ونيول شول.

 دکندز دپوليسو په خبرپاڼه کې ويل شوي دي  چې تراوسه پوري غلاکړي شوي پيسې له نيول شويو کسانو څخه نه دي ترلاسه شوي او دوى دغه دوه تنه  دعدلي اوقضايي څارنې په مقصد  څارنوالۍ ته سپارلي دي.

ټيک يوه مياشت مخکې دکندز دبريښنا رياست دکارکوونکو مياشتنې معاش له بانک څخه تردغه رياست پوري په لاره کې دڅو تنو وسله والو کسانو له خوا لوټ کړي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته