دکاپيسا دولايتي شورا درييس په کور تيره شپه دبې ام يو ډزې وشوې اومالي تاوان يې واړاوه .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سمونوال اسدالله حميدي دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل وسله والو مخالفينو تيره شپه ددغه ولايت ددويمې برخي په ولسوالۍ کې دولايتي شورا درييس په کور يو توغندي وتوغاوه چې دسرزيان يې نه درلود خومالي تاوان يې اړولي دي.