سیاست

دډاډ ګيرنې پيغام

دعاشورا دورځې دزړه بوږنونکى پيښې له ا مله چې په کابل ، مزارشريف او کند هار کې ديو زيات شمير حسيني ماتم لرونکو دشهادت اوټپي کيدو سبب شوي دعاليقدرحضرت ايت الله العظمي محقق کا بلي د مرجع دډاډ ګيرنې پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

دمن يقتل مومنا متعمدا فجزاوه جهنم خالدا فيها وغضب الله عليه ولعنه واعدله عذا با عظيما

په  ژورۍ خواشينۍ اوخفګان سره مې خبر تر لاسه کړ چې دحسيني عاشورا په ورځ په داسي حال کې چې د افغا نستان پتمن او ميړني ملت داسلام دستر پيغمبر دلمسى حضرت ابا عبد الله الحسين (ع) په دردوونکى ماتم کې چې په قران کې محبت يې واجب ګرځو لى دي (قول لا اسئلکم عليه اجرا الا ا لمودته فى القربى ) په ماتم اوغم کې ناست ، د افغا نستان د مسلمان ملت ددښمنا نو له لسټو نى څخه ناولى لاس را ووت اودکابل ،مزارشريف او کند هار په ښارو نو کې يي د نارينه ،ښځو او ماشو مانو په ګډون حسيني ماتم لرونکي په وينو او خا ورو ولړل او لت پت يې کړل او زموږ مظلوم ملت يې غمجن کړي دي

زه دافغا نستان مسلمان ملت په تيره بيا د شهيدانو ځوريدلو کورنيو ته ددغه ستر مصيبت له ا مله د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو دڅرګندولو په ترڅ کې دغه نه بخښونکى جنايت په کلکه غندم اود افغا نستان له اسلا مي دولت څخه غواړم چې ددغه ناتار عاملينو ته سخته سزا ور کړي چې دغه شان پيښې دافغانستان دسنې اوشيعه وروڼو يو موټي ليکې چې کلو نه کلونه يې ديو بل ترڅنګ سوله ييز او ورور ګلويز ژوند کړي دي خوري وري او کمزوري نه کړي

دغه را ز دشيعه ګانو او سنيا نو په ګډون له ټولو مسلما نو وروڼو څخه غو ښتنه کوم چې دخپلو ليکو ديو والى دسا تنې په ترڅ کې په بصيرت ، او صبورا نه اوعاقلا نه ډول له دغې دردوونکى فتنې څخه تير شي اود داسلام ددښمنانو اود افغا نستان دپتمن ملت د دښمنانو توطئو ته متو جه واو سي او له امنيتي ځوا کونو سره دي همکاري وکړي چې دپرديو دګوډا ګيانو په واسطه بيا دغه شان زړه بوږ نونکى ناتار را منځته نه شي

 په پاى کې د لوى خداى (ج) له دربار څخه ګرا نو شهيدانو ته دلوړو درجو ، دپيښې ټپيانو ته دسملاسي رو غتيا او ځوريدلو کورنيو ته يي د اجر او صبر هيله کوم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته