دافغانستان دځوانانو فرهنګي مرکزنن په يوه غونډه کې دبن له کنفرانس څخه خپلي هيلې طرحه کړي .
دباخترداطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې په دې غونډۀ کې برخه والو دبن دکنفرانس له گډون کوونکو څخه وغوښتل چې دافغانستان په اوسنيو شرايطو په پوهيدو سره دې لازم تصميمونه ونيسي .
دغه مرکز چې دچارواکو دڅرگندونوله مخې دځوانانو له پنځلسو مدني مرکزونو څخه جوړشوي دي دبن په کنفرانس کې دمدني ټولنې داستازو په توګه دافرادو ګډون ردوي.